کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلی، چې د بار وړونکو موټرو د چلوونکو د ستونزو د حل لپاره باید موټر چلوونکو ته د وېزې پر ځای اجازه لیکونه ورکړل شی.
د خبر پر بنسټ، د دې خونې رییس خان جان الکوزی ویلی، له پاکستان سره د راکړو – ورکړو د زیاتېدو او د ستونزو د حل لپاره اړتیا ده، چې یو میکانیزم جوړ شی.
نوموړی زیاته کړې، که چېرې له پاکستان سره ستونزې حل نشی، سوداګر به یو ځل بیا له مالی زیانونو سره مخ شی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وایی، چې د افغانستان تر ټولو ډېره سوداګریزه راکړه – ورکړه له پاکستان سره ده او اړتیا ده چې په دې برخه کې نورې اسانیتاوې برابرې شی.
بل لور سوداګر وایی، د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا لپاره اړتیا ده، چې له نورو هېوادونو سره هم سوداګریزه راکړه – ورکړه ډېرښت ومومی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ