معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، بدخشان کې نیول شوی واورین پړانګ تر درملنې لاندې دی

کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، بدخشان کې نیول شوی واورین پړانګ تر درملنې لاندې دی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۶ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې بدخشان زېباک ولسوالۍ کې پر څارویو برید کونکی واورین پړانګ له نیولو وروسته خوندي ځای کې تر درملنې لاندې دی.

دې وزارت ویلي، چې د وزارت د وټرنرانو له خوا یاد پړانګ معاینه کیږي او هغه زیانونه چې یاد پړانګ ته د برید پر وخت رامنځته شوي، تشخیص او تداوي کیږي.

کرنې وزارت زیاته کړې، دا چې د دې واورین پړانګ د ژوند لپاره مناسب چاپېریال طبیعت دی، نو له درملنې وروسته به یې په مناسب ځای کې د طبيعت په غېږ کې خوشې کړي.

دا پړانګ وروسته له هغې ونیول شو، چې د بدخشان زېباک ولسوالۍ کې یې څو ځله پر څارویو بریدونه وکړل او شاوخوا ۳۰ پسونه او څاروي یې وداړل.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس