هند کې د جومات نړولو د خلکو ګڼ غبرګونونه راپارولی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۶ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هند په پلازمېنه کې د ډیلی پراختیایی ادارې له لوری د اخون‌ جی په نوم د جومات ودانۍ نړول شوې ده.

د خبر پر بنست دغې چارې په دغه ښار کې د ګڼو خلکو غبرګونونه راپارولی.

ځایی خلک وایی، دوی ته د دغې ودانۍ د نړولو په تړاو هېڅ معلومات نه وو ورکړل شوی. نړیوالو رسنیو د ځایی اوسېدونکو له خولې لیکلی، چې دغه ځمکه دولتی نه ده او په خبره یې دوی د دغې ودانۍ قانونی اسناد لری.

په ورته مهال الجزیرې ټلوېزیون داسې اسناد ترلاسه کړی، چې ښیی د دغې ځمکې د ملکیت په اړه پرېکړه د محکمې له لوری ځنډول شوې ده.

په راپور کې راغلی چې په دغه ودانۍ کې د جومات ترڅنګ د بې‌سرپرسته ماشومانو ساتنه هم کېدله.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.