کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکی فریدون سینیرلی اوغلو د بهرنیو چارو له وزیر مولوی امیرخان متقی سره په کتنه کې د افغان حکومت وروستیو ډیپلوماټیکو کړنو او د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړی.
د خبر پر بنسټ، فریدون سینیرلی اوغلو په دې کتنه کې ویلی، چې د دوحې ناستې موخه له افغانستان سره د یوې دوامداره پروسې له لارې د نړیوالې ټولنې مسلسل تعامل دی، څو په سیاسی برخه کې لا زیات پرمختګ وشی.
نوموړی هیله څرګنده کړې، چې د دوحې په ناسته کې دې افغان حکومت په لوړه کچه پلاوی ګډون وکړی.
بل لور د بهرنیو چارو وزیر هم ویلی، چې افغان حکومت له ملګرو ملتونو سره د ګډ کار لپاره د دوحې ناسته یو ښه فرصت بولی، خو زیاتوی چې دوی به د غونډې د جوړښت، اېجنډا او ترکیب په تړاو له مفصلو معلوماتو وروسته دغه غونډه کې د ګډون په اړه پرېکړه وکړی.
فریدون سینیرلی اوغلو څه موده وړاندې د افغانستان په اړه خپلواکه ارزونه کړې، چې په کابل کې د نورو هېوادونو د ډ یپلوماټیک حضور زیاتوالی، د افغانستان مرکزی بانک د بندیزونو لرې کولو او له افغانستان سره په تخنیکی او پراختیایی برخو کې د مرستو د پیل غوښتنه په کې شوې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ