کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکویوشی کورمایا د لوړو زدهکړو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلی، چې هېواد یې له افغانستان سره مرستو ته تیار دی او د بشری مرستو ترڅنګ د بنسټیزو پروژو پلی کولو کې هم بشپړه همکاری کوی.
د خبر پر بنسټ نوموړی زیاته کړې، چې سربېره پر دې جاپان د ناڅاپی پېښو او بېړنیو حالاتو پر مهال هم له افغانستان سره مرستو ته تیار دی.
په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر غوښتنه کړې، څو یاد هېواد د افغانستان د تحصیلی نظام په پیاوړتیا کې همکاری وکړی او له نړیوالو سره د افغانستان حقیقی انځور شریک کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ