کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۹ مه نېټه):
د پاکستان حکومت ستر سیاسی مخالف او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پرون چهارشنبه ماښام مهال د اټک له زندانه خوشې شوی دی.
منظور احمد پښتین د تېر زیږدیز کال د ډسمبر په میاشت کې په بلوچستان کې نیول شوی ؤ او وروسته د اسلام آباد پولیسو ته وسپارل شو چې نوموړی په ټولیز ډول ۶۶ ورځې په زندان کې تېرې کړې.
د راپورونو په اساس له اټک جیل څخه د هغه د خوشی کېدو هرکلی ته د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړی او مینه وال ورغلی وو چې ده ورته تر راوتلو وروسته له ولولو ډکه وینا وکړه.
منظور احمد پښتین د تېر زېږدیز کال د ډسمبر په څلورمه نېټه د بلوچستان په چمن کې د ډېورنډ پر کرښې د ویزې او پاسپورټ د شرط لازمی کېدو پر ضد، پرلت ته تر وینا وروسته، هغه مهال ونیول شو چې د بلوڅو نسل وژنې پر ضد پرلت کې د ګډون لپاره روان ؤ.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ