پاکستان کې درې مخکښو ګوندونو د خپل حکومت د جوړولو هڅې پیل کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۲ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې وروسته له هغې چې د پاکستان ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ، چې هېڅ ګوند نه‌ دی توانېدلی، په پارلمان کې غوڅ اکثریت چوکۍ خپلې کړی، اوس پاکستانۍ رسنۍ وایی چې مسلم لیګ‌ ن او پیپلز ګوندونو د ګډ حکومت او د تحریک انصاف ګوند له ملاتړه برخمنه ازادو بریالیو نوماندانو بیا د خپل حکومت جوړولو هڅې پیل کړی دی.

جیوز نیوز رسنۍ خبر ورکړی، چې تمه ده نن د مسلم لیګ‌ ن مشر نواز شریف او د پیپلز ګوند مشر اصف علی زرداری د ګډ حکومت د جوړېدو په اړه په اختلافی مسایلو خبرې کړی.

بل لور د تحریک انصاف ګوند سرپرست مشر ګوهر علی خان بیا تېره ورځ اسلام‌ آباد کې رسنیو سره د خبرو پرمهال ادعا کړې، چې د دوی خپلواکو نوماندانو اکثریت چوکۍ ګټلی او د پښتونخوا او پنجاب په ګډون به وفاقی حکومت هم د دوی وی.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د رسمی معلوماتو پر بنسټ، د پنجشنبې ورځې په پارلمانی ټاکنو کې د تحریک انصاف ګوند له ملاتړه برخمنو خپلواکو نوماندانو ۹۲، مسلم لیګ ن ۷۶ او پیپلز ګوند ۵۴ چوکۍ ګټلی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.