مصر له اسراییلو سره د سولې نږدې ۴۰ کلن تړون د لغوه کولو ګواښ کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې وروسته له هغې چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې تړانګې په جنوب کې د مصر سرحد ته نږدې رفح ښار ته د خپلو ځواکونو د لېږلو خبر ورکړ،  مصری چارواکو ویلی، که اسراییل دغه اقدام وکړی، نو دوی سره به شوی د سولې تړون لغوه کړی.

نږدې څلوېښت کلن د سولې تړون لغوه کړی.

دغه تړون چې نږدې څلوېښت کاله وړاندې په کال ۱۹۷۹ زېږدیز کې د امریکا په منځګړیتوب شوی و، د مصر او اسراییلو د مشرانو ترمنځ روغبړ هغه مهال ډېره نوې او حېرانوونکې پېښه وه.

پر فلسطین د اسراییلی اشغالګرو د بریدونو دوام له امله پر دې تړون نیوکې ډېرې شوی دی.

پر غزې د اسراییلی اشغالګرو د روانو بریدونو له امله تر اوسه د ۲۸ زرو څخه د ډېرو بې دفاع ولسی فلسطینیانو د وژل کېدو او د ۶۸ زرو په شاوخوا کې د ټپی کېدو پخلی شوی دی، خو ځینې ناتایید شوی راپورونه بیا د مرګ – ژوبلې شمېره تر دې دوه چنده لوړه ښیی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.