خوست کې د سرطانی ناروغیو د کمپلېکس جوړولو طرحه منظور شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د چارو له ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د رییس الوزراء په مشرۍ د کابینې ۱۶مې غونډې پرمهال خوست ولایت کې د سرطانی ناروغیو د کمپلېکس جوړولو طرحه تایید او منظور شوه.

د خبرپاڼې له مخې په دې غونډه کې د دولتی شرکتونو د رهبرۍ پلاوی ته دنده سپارل شوې، چې په دې اړه جوړه شوې طرحه په دقیق ډول وڅېړی او اړوند ارګانونه دې خپلې چارې پرمخ یوسی.

په ورته مهال د کابینې په دې غونډه کې پرېکړه شوې، چې د کابل ښار د پنځم مکرویانو د چارو د پرمختګ په اړه د کمېټې نظر له سترې محکمې سره شریک او ورته لومړیتوب ورکړل شی.

دغه راز په دې غونډه کې ادارې کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوری د کارموندنې ملی پالیسۍ په اړه دې جوړه شوې طرحه له بیا کتنې وروسته د منظورۍ په موخه د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.