د کابل – ګردېز عمومی لاره د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه۳۰ مه نېټه):

د ګهیځ ‏نیوز د خبر له مخې د کابل – ګردېز او ګردېز – خوست ترمنځ عمومی لارې چې د واورې ډېر اورښت له امله د تګ – راتګ پر مخ تړل شوې وې، بېرته پرانستل شوې.

د خبر پر بنسټ، د پکتیا ولایت مقام رسنیز دفتر په دې اړه ویلی، چې عمومی لارې د تګ – راتګ پرمخ پرانیستل شوی او د ټولګټو چارو ریاست هڅه کوی، ځینې فرعی لارې هم له واورو څخه پاکې اود تګ – راتګ پرمخ یې پرانیزی.

له پلازمینې کابل سره نښلیدونکې د هېواد لویې لارې په داسې مهال تړل شوی، چې په تېرو دوو ورځو کې ډېرى ولایتونه د واورې او بارانونو د اورښت شاهدان وو او نن هم په ځینو ولایتونو کې د واورې د اورښت اټکل شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.