کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ ولایتی چارواکو ویلی، چې له متحده عربی اماراتو څخه د هوا له لارې د بلخ مزار شریف ښار ته ۱۶ ټنه سوداګریز توکی ولېږدول شول.
د خبر پر بنسټ، د مولانا جلالالدین محمد بلخی هوایی ډګر مسوولینو ویلی، دغه سوداګریز توکی د یوې الوتکې په مرسته مزارشریف ته لېږدول شوی دی.
د مولانا جلالالدین محمد بلخی هوایی ډګر د ګمرک مدیر ویلی، یاد سوداګریز توکی چې برېښنایی توکی دی، د “بیات پاور” شرکت اړوند دی، تېره ورځ بلخ ته رسېدلې دی.
هغه زیاته کړې چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د مولانا جلالالدین محمد بلخی هوایی ډګر ته د کارګو الوتنه کیږی.
د یاد هوایی ډګر مسوولینو همدا راز زیاته کړې، هڅه کوی څو له دغه هوایی ډګر څخه د هوایی دهلیز له لارې په منظم ډول د توکو د وارداتو او صادراتو د لېږد منظم بهیر پیل کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ