ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۶مه) د اسلامی امارت مرستیال ویاند احمدالله وثیق وایی، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ داسې کس ته، چې د افغان ولس استازی نه دی، سپارل بې انصافی ده.
وثیق پر خپل ټویټر لیکلی: “دا څوکۍ د افغانستان د حکومت او اولس حق دی، حق باید حقدار ته وسپارل شی. ملګری ملتونه باید له معقولیت نه کار واخلی او په دې اړه باید له سره جدی غور وکړی”.
ملګرو ملتونو د دغه سازمان د ځانګړې کمېټې هغه پرېکړه تصویب کړې، چې له مخې یې د افغانستان څوکۍ د پخوانی افغان حکومت دایمی استازی غلام اسحاقزی ته ورکړل شوې ده.
د طالبانو پخوانی غړی مولوی عبدالسلام ضعیف هم د ملګرو ملتونو پر یادې پرېکړې نیوکه کړې، هغه ویلی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ غلام اسحاقزی ته ورکول د ټول افغان ولس د حق ضایع ده.
ضعیف زیاته کړې: ”په ملګرو ملتونو کې د افغانستان مشروع حق داسی چاته ورکول چې افغانانو ته هیڅ ګټه نسی رسولای، ملګری ملتونه په دې کار سره خپل ناپیلتوب نور هم تر سوال لاندې راولی”.
واک ته د اسلامی امارت له رسېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته سهیل شاهین معرفی کړل شو، خو د دغه سازمان په تازه پرېکړه کې پر یاده څوکۍ غلام اسحاقزی پاتې شوی دی.
گهیځ