کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، چې د سرپرست حکومت تخنیکی پلاوی چې د ریاست الوزراء د اقتصادی معاونیت، د صنعت او سوداګرۍترانسپورټ او هوایی چلند، بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو استازی په کې ګډون لری، ایران ته سفر کړی دی.
د خبر پر بنسټ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، چې دغه پلاوی به ایران ته د ریاست الوزراء د اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر وروستی سفر په ترڅ کې د شویو هوکړو د عملی تطبیق او د چابهار بندر له لارې د ټرانزیټ او د هېواد صادراتو زیاتولی په موخه د دغه هېواد د اړوند برخو له مسوولینو سره خبرې وکړی.
د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې له ایرانی چارواکو سره د اقتصادی او ټرانزیټی موضوعاتو په اړه ځینې تړونونه کړی وو او د هغوی د تعقیب لپاره یې د کمېټو په ټاکلو سره هوکړه کړې وه.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ