افغان کرکټ ملی لوبډله سبا له ایرلېنډ سره ټېسټ لوبه پیلوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۸ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او ایرلېنډ کرکټ ملی لوبډلو ترمنځ سبا د ورځې لس نیمې بجې ټېسټ لوبه پیلیږی.

د خبر پر بنسټ له ایرلینډ سره لوبې د افغانستان په کوربتوب  ابوظبۍ کې ترسره کیږی.

افغان لوبډله به له دې لوبې وروسته راتلونکې اونۍ له ایرلېنډ سره درې یو ورځنۍ لوبې هم وکړی او له هغه وروسته به د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړی.

افغان لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام سیالیو ته د چمتوالی په موخه تر دې وړاندې له سریلانکا، هند او متحده عربی اماراتو سره هم سیالۍ ترسره کړې دی.

د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ د متحده ایالتونو او ویسټ انډیز په کوربتوب د غبرګولی یا جوزا په ۱۲مه نېټه د نړۍ د شلو غوره لوبډلو ترمنځ پیلیږی، چې د چنګاښ یا سرطان تر نهمې نېټې پورې به دوام وکړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.