افغان او ترکمن لوری پر دوه اړخیزو اقتصادی موضوعاتو خبرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په ترکمنستان کې د دغه هېواد د ټرانسپورټ په چارو کې د وزیرانو شورا له مرستیال محمد خان چکی‌ یف سره کتلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلی، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د لېږد – رالېږد پر زیاتوالی، تورغنډۍ بندر کې د رېل پټلۍ د ظرفیت لوړو او ترکمنباشی بندر کې افغان سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرېدو هر اړخیزې خبرې شوې دی.

نوموړی همدارنګه زیاته کړې، چې سرپرست وزیر په دې لیدنه کې ویلی باید دواړه هېوادونه د لاجورد لارې پر مسیر له نورو شریکو هېوادونو سره په همکارۍ پر هغو لارو چارو کار وکړی، چې زموږ مشترک سټراټېژیک هدف د لاجوردو لارې احیا ممکنه کړی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د محمد خان چکی‌ یف له قوله لیکلی، هېواد یې چمتو دی چې د اړتیا وړ تخنیکی معلوماتو له ترلاسه کولو او هوکړې وروسته د تورغنډۍ د اوسپنې پټلۍ پر سټېشن پانګونه وکړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.