عدلیې وزارت اهل هنودو افغانانو ته د دوی د غصب شویو ځمکو د بېرته ور ګرځولو ژمنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۴   مه نېټه):

‏د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عدلیې وزیر او د ځمکو د غصب مخنیوی کمېسیون مشر شیخ عبدالحکیم شرعی اهل هنودو افغانانو ته ویلی، چې د دوی د ځمکو د غصب موضوع په جدی توګه څېړل کیږی.

د عدلیې وزارت د اهل هنودو له یو شمېر استازو سره په کتنه کې له هغوی غوښتی، چې د غصب شویو ځمکو اسناد، قبالې، موقعیت او د ځمکو اندازه دې له دې کمېسیون سره شریکه کړی، څو دغه کمېسیون موضوع ته رسېدنه وکړی.

په دې ناسته کې د اهل هنودو استازو ویلی، چې د دوی ډېری ځمکې په ننګرهار، خوست، لوګر، پروان، غزنی، بلخ، بغلان، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د زورواکو له خوا غصب شوې دی.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږی، چې د جمهوریت پر مهال اهل هنودو افغانانو د زورواکو له لوری د خپلو ځمکو او جایدادونو له غصب څخه سرونه ټکول.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.