امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما د فعالیت غځولو په اړه نن غونډه کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۴   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما د فعالیت غځولو په اړه غونډه وکړی.

په‌ داسې حال کې چې افغانستان کې د یوناما ماموریت پای ته رسېدو ته درې ورځې پاتی، ترې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځلسو غړو د دې شورا د مارچ د شپږمې په غونډه کې د یوناما د ماموریت د غځولو ملاتړ کړی و.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمی استازولۍ مشر نصیر احمد فایق هم له ځینو افغان رسنیو سره په خبرو کې د یوناما د ماموریت د غځولو ملاتړ کړی دی.

یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسی استازولی ده، چې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د بُن له کنفرانس وروسته او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱ ګڼه پرېکړه‌ لیک پر بنسټ د غړو د رایو له‌ مخې د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۸ مه په فعالیت پیل وکړ، چې فعالیت یې هر کال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو د رایو پر بنسټ غځول کیږی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.