معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ښایي په راتلونکو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو نور اورښتونه هم وشي

ښایي په راتلونکو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو نور اورښتونه هم وشي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۴   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې ملي ادارې مسوولینو ويلي، چې ښايي په راتلونکو ورځو کې د هېواد په ځینو سیمو کې د واورو او بارانونو د اورښت امکان ډېر وي.

د یادې ادارې ویاند رسنیو ته ویلي، چې د هېواد په غربي سیمو کې په زیاته کچه اورښتونه شوي او اوس مهال هم د هېواد په شرقي او شمال شرقي سیمو کې اورښتونه دوام لري.

د مسوولینو په خبره د ننګرهار، کونړ او نورستان سربېره،  په کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا او یو شمېر نورو مرکزي ولایتونو کې د اورښتونو ډېر احتمال شته.

د یادې ادارې مسوولین زیاتوي، چې زموږ د معلوماتو له مخې، ښايي په راتلونکو ورځو کې د هېواد په ځینو سیمو کې د واورو او بارانونو امکان زیات وي.

بل لورته د یادو اورښتونو له امله د هېواد یو شمېر لویې لارې تړل شوي او په ځینو سیمو کې سیلابونه هم راوتلي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت  وزارت ويلي، هېواد کې وروستیو اورښتونو د کب له لومړۍ نېټې تر اوسه ۸۳ کسانو ته مرګ – ژوبله اړولې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس