د نړۍ په خوشحاله هېوادونو کې یو وار بیا افغانستان تر ټولو وروستی شو

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۶   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نړۍ خوشحاله ادارې په خپل کلنی راپور کې افغانستان تر ټولو غمجن هېواد بللی.

د دغه راپور پر بنسټ د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د نړۍ په خوشحاله هېوادونو کې افغانستان وروستی مقام خپل کړی دی.

د دغه نوملړ له مخې افغانستان د نړۍ تر ټولو غمجن هېواد پېژندل شوی، چې خلک یې د نورو هېوادونو پرتله لږ خوشحاله دی.

فنلنډ هېواد بیا د خوشحاله هېواد په توګه د دغه نوملړ په لومړی مقام کې ځای لری.

فنلنډ چې د اروپا په شمال کې پروت دی، لوی اقتصادی ځواک ګڼل کیږی او لوړه ټولنیزه سوکالی لری، چې له همدې امله دغه هېواد د اووم ځل لپاره د نړۍ د خوشحاله هېوادونو د نوملړ په سر کې راځی.

افغانستان بیا درېیم ځل دی، چې  د نړۍ په خوشحاله هېوادونو کې تر ټولو وروستی مقام خپلوی

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.