فراه کې د ترافیکې پېښې له امله څلور تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۹   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فراه ولایت په فراه‌ رود ولسوالۍ کې د یو کرولا موټر او ټراکتور د ټکر له امله یو کس مړ شوی او درې نور سخت ټپیان دی.

د فراه ولایت امنیې قومندانۍ رسنیز دفتر ویلی، ټپیانو کې دوه ماشومان او یوه ښځه شامله ده، چې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوی دی.

د امنیې قومندانۍ د ویاند په خبره د پېښې په تړاو د کرولا موټر چلوونکی نیول شوی دی.

په ورته وخت کې د فراه رود ولسوالۍ د روغتیایی مرکز مسوول ویلی، د پېښې ټپیان یاد مرکز ته وروړل شوی وو، چې له لومړنۍ درملنې وروسته هرات ته واستول شول.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.