کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د پوځ لوی درستیز په یوه نا اعلان شوی سفر سعودی عربستان ته تللی او د دغه هېواد له ولیعهد سره یې کتلی دی.
د سعودی عربستان خبری سرچینو ویلی، چې جنرال سید عاصم منیر په ریاض کې د سعودی عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره هم لیدنه ترسره کړې ده.
ریاض ته د جنرال عاصم منیر د نا اعلان شوی سفر د هدف په اړه نور جزیات نه دی خپاره شوی، خو د چارو د څارونکو په وینا له ریاض نه د پاکستان مالی مرستو او د دغه هېواد په مرکزی بانک کې د سعودی عربستان د میلیاردونو ډالرو زېرمو ته په پام، انګېرنې داسې دی چې پاکستان له سعودی عربستان څخه د مالی مرستو دوام ته هیله مند دی.
پاکستان په دې وروستیو کې د سختو اقتصادی ستونزو په منځ کې راګیر دی، چې تازه یې له IMF څخه د نورې قرضې غوښتنه هم کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ