کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې فراه کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسؤولینو ویلی، چې د ۱۴۰۲ کال په ترڅ کې د ۳۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۵۰ بېلابېلې پروژې پلې شوې دی.
د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس محمد نسیم سرهنګ ویلی، چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو او لریو پرتو سیمو کې د ۳۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۵۰ لویې او وړې پروژې پلې کړې دی.
د ده په وینا په یادو پروژو کې پر کلیوالی سړکونو جغل اچول او هموارول، د څښاک پاکو اوبو د شبکو جوړول، د اوبو څاه ګانو کیندل او ترمیم، د کرنیزو کانالونو پاکول، د محافظوی دېوالونو، سربندونو، پلونو او پلچکونو جوړول شامل دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ