تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳ لکه ۵۸ زره ټنه انتقالات شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۶ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلی، چې د تېر ۱۴۰۲ کال په وروستۍ کب میاشت کې د هېواد د بېلابېلو اوسپنې پټلیو له لارې ۳۵۸ زره ۷۳۹ مټریک ټنو صادرات او واردات شوی دی.

یادې ادارې ویلی، چې په دې موده کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۲ لکه ۹۵زره ۳۳ ټنه، د اقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۵ زره ۶۹۹ ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۴ زره ۷۲ ټنه او د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۹۳۵ ټنه د نفتی او غیری نفتی او نورو توکو انتقالات تر سره شوی دی.

د اوسپنې پټلۍ ادارې دغه راز زیاته کړې، چې په یاده میاشت کې ۴۸۵۴ مټریک ټنه ټرانزېټ او صادرات هم بهرنیو هېوادونو ته شوی، چې لویه برخه یې کېنو، وچه مېوه او د آنارو جوس جوړوی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.