کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې ورو توپ اچوونکی راشد خان د ګجرات ټایټنز لوبډلې لپاره د محمد شمی د ډېرو وېکټو اخېستو ریکارډ مات کړ.
د راشد خان پر وړاندې د هندوستان د کرکټ ملی لوبډلې تېز توپ اچوونکی محمد شمی د هند غوره لیګ کرکټ سیالیو کې د ګجرات لپاره تر ټولو زیاتې ۴۸ ویکټې اخېستې وې، چې دغه ریکارډ راشد خان د سنرایزرز حېدر اباد لوبډلې د پیاوړی لوبغاړی کلاسن په سوزولو سره مات کړ او د ګجرات لپاره یې خپله ۴۹مه ویکټ ترلاسه کړه.
راشد خان له ۲۰۲۲ کال را په دېخوا د ګجرات لوبډلې برخه دی، چې تر دې دمه یې د یادې لوبډلې لپاره ۳۶ لوبې ترسره کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ