غزنی کې د رمضان جام د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې غزنی کې د رمضان جام کرکټ سیالۍ چې د روژې میاشتی په  ۱۲مه پیل شوې وې، د رییس کلب په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې شپږو لوبډلو ګډون کړی وو چې پای لوبې ته یې د رییس کرکټ کلب او مینوال زلمی لوبډلو لاره پیدا کړې وه.

په پای لوبه کې لومړی رییس کرکټ کلب لوبډلې توپ وهنه وکړه چې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره یې خپلې سیالې لوبډلې ته ۱۰ اورونو کې ۱۲۷ منډې هدف ورکړ.

د یاد هدف په وړاندې د مینوال زلمی لوبډلې ۹۰ منډې وکړې او لوبه یې د ۳۷ منډو په توپیر وبایلله.

د یادو سیالیو غوره توپ وهونکی وحیدالله اندړ، غوره بالر عیسی نعمان او غوره الراونډر مطیع الله فولاد ونومول شو.

د غزنی کرکټ امر عبدالودود پکتیال دغه ډول سیالۍ د ځوان استعداد د موندلو لو لپاره ګټورې بللی او زیاته کړې یې ده چې دغه ډول سیالۍ به نورې هم په دغه ولایت کې چمتؤ کړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.