کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ ویلی، د روان ۲۰۲۴ کال په دریو میاشتو کې د پاکستانی امنیتی ادارو شاوخوا ۱۰۰۰ افغان کډوال نیولی او په زندان کې یې اچولی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ په یو راپور کې ویلی، چې په پاکستان کې د امنیتی ادارو له خوا په نیول شویو افغان کډوالو کې ۷۴۶ قانونی اسناد نه لرونکی او ۲۰۱ تنه نور د کارتونو لرونکی شامل دی.
د دغې کمېشنرۍ د وینا له مخې د مارچ په تېره میاشت کې د افغان کډوالو د نیولو کچه کې د فبرورۍ د میاشتې پرتله زیاتوالی راغلی وو.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ شمېرنې ښیی چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال را وروسته د پاکستان د امنیتی ادارو له خوا د افغان کډوالو د نیولو او بندیانولو لړۍ پراخه شوې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ