هېواد کې د وروستیو اورښتونو له امله سل تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۲۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏طبیعی پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلی، هېواد کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له کبله ۶۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۶ تنه نور په کې ژوبل شوی دی.

یاد وزارت ویلی، د سېلابونو له کبله زیانمنو شویو کورنیو او خلکو ته د رسېدنې په موخه یې د ملګرو ملتونو بنسټونو او نورو مؤسساتو سره بېړنۍ ناسته کړې او د مرستو غوښتنه یې ترې کړې ده.

د مسؤولینو په وینا د وروستیو سېلابونو په پایله کې ۱۲۳۵ کورونه په بشپړ ډول تخریب شوی، چې له کبله یې زیانمنې شوې کورنۍ بېړنیو بشری مرستو ته اړتیا لری.

په همدې حال کې د مرستندویه مؤسسو او بنسټونو استازو له زیانمنو کورنیو سره د نغدی، خوراکی، غیرخوراکی او روغتیایی مرستو ډاډ ورکړی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.