کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۳۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکو د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له استازو سره په یوه بېړنۍ غونډه کې له هغوی غوښتنه کړې، چې په هېواد کې د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.
د یاد وزارت مسؤولین وایي، له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې ۷۰ کسانو د اورښتونو او سېلابونو له وجې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۶ نور ټپیان دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په دغه بېړنۍ غونډه کې د خوړو نړيوال سازمان، اوچا، يوناما او يو شمېر نورو بنسټونو استازیو هم ګډون درلود.
یادو مرستندویه بنسټونو ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د سېلاب ځپلو کورنیو سره د خپلو مرستو رسول چټک کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/