ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۲۹مه) ارګ راپور ورکوی چې، په هلمند ولایت کې د کجکی د اوبو بند چارې ۹۲ سلنه بشپړې شوی او د راتلونکی ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې لومړی توربین په کار پیل وکړی.
د ترکیې هېواد د سوداګرۍ شورا پلاوی پرون یکشنبه (د لیندۍ ۲۸مه) ناوخته کابل کې د ا.ا له رییسالوزراء لومړی مرستیال سره په لیدنه کې ویلی، د کجکی بند لومړی توربین د ۳۳ مېګا واټه برېښنا د تولید وړتیا لری.
د ارګ له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې ترکی پلاوی دغه راز د کجکی بند شااوخوا پرتو یو شمېر فابریکو ته د فعالیت د زمینې برابرونې خبره کړې.
په خبرپانه کې ویل شوی چې د ۲۰۲۲ کال د اپرېل میاشتې پورې به د کجکی بند درې واړه توربینونه کار پیل کړی چې هم مهاله به د ۱۰۰ مېګا واټه برېښنا تولید ولری.
په خبرپاڼه کې د ا.ا چارواکو له لوری ترکی پلاوی ته د پوره همکارۍ او امنیت ډاډ ورکړل شوی دی.
د کجکی د اوبو بند او یو شمېر نورو پروژو د بیارغونې تړون په ۲۰۱۹ کال کې د ترکیې اپریګل او شااوخوا ۷۷ ودانیزو شرکتونو ته ورکړل شو.
گهیځ