کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزیر مـ.ـولوی امـ.ـیرخان مـ.ـتقی د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف سره لیدلی دی.
د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې متقی ویلی، د افغانستان حکومت له ملګرو ملتونو سره په خبرو بوخت دی، چې د اجنډا او ترکیب په اړه تر کافی وضاحت وروسته به دوحه کې د راتلونکې ناستې په اړه خپل دریځ څرګند کړی.
نوموړی دغه کتنه کې له روسیې سره د افغانستان اړیکې مهمې بللی او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان اوسنی ځمکنی واقعیتونه باید درک شی.
بلخوا د روسیې ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر امـ.ـیرخان مـ.ـتقی ته مسکو ته د سفر بلنه ورکړې او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان په اړه هر ډول ناسته باید له افغان حکومت سره په همغږۍ ترسره شی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ