د ټاپی پروژې مشر وایی، د دې پروژې بشپړولو ته ژمن دی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټاپی پروژې اجراییو مشر ویلی، چې ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نل‌لیکې پروژې بشپړولو ته ژمن دی.

د ټاپی پروژې اجراییوی مشر محمد میرات امانوف په پاریس کې د انرژۍ په اړه د ترکمنستان د پانګونې غونډې ته ویلی، چې هېواد یې د ټاپی پروژې په برخه کې له نړیوالو قوانینو سره سم پرمختګ کړی دی. امانوف دا ټینګار هم کړی، چې په ترکمنستان کې د ګازو د نل‌لیکې غځولو چارې بشپړې شوی او اوس له نړیوالو معیارونو سره سم له دغه هېواده بهر هم د دغې پروژې په اړه خبرې روانې دی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.