کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۱مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په افغانستان کې د ترکیې سفارت د یو ټویټ په کولو سره ویلی، چې په افغانستان کې ۱،۲ میلیونه کسان د غالیو په تولید بوخت دی.
دغه راز د یاد سفارت استازو د غالیو اوبدونکو او صادرونکو د اتحادیې له استازو سره په کتنه کې ویلی، چې په افغانستان کې له کرنې وروسته د غالیو د تولید په سکټور کې تر ټولو زیات کاری فرصتونه برابر شوی دی.
یاد سفارت زیاته کړې ده، چې ۹۵ سلنه د غالیو محصولات بهر ته صادر شوی دی.
په افغانستان کې د غالیو کاروبار له لسیزو راهیسې د افغانانو لپاره تر ټولو ښه عاید لرونکی کسب دی.
که څه هم د افغانستان غالۍ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ډېر خوښوونکی لری، خو د دغه صنعت کاروباریان بیا د صادراتو په برخه کې له جدی ننګونو سرټکوی او وایی، چې د افغانستان غالۍ د پاکستان په نوم بهرنیو هېوادونو ته صادریږی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ