کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۱مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د اوبیزو سرچینو د لیدو په موخه بادغیس ولایت ته سفر کړی.
د یاد وزارت په وینا، سرپرست وزیر د مرغاب له سیند څخه د لیدنې پرمهال د دغه سیند د اوبو د مدیریت او د اوبو ذخیره کولو بندونو جوړولو د تخنیکی مطالعاتو، د برېښنا تولید او د اوبو لګولو کانالونو د سمون په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې او ویلی یې دی، چې سرپرست حکومت د اوبو د مدیریت او د اوبیزو تأسیساتو د ساتنې په برخه کې کلک هوډ لری.
نوموړی دغهراز د مرغاب سیندیزې فرعی حوزې له مسؤولینو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې اورېدلی او ورته د سپارل شوی مسؤولیت د ښه ترسراوی په موخه یې لازمې سپارښتنې کړې دی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ