د اقلیم بدلون برخه کې د افغانستان لپاره ۱۵ میلیونه یورو ځانګړې شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په افغانستان کې د اروپایی ټولنې شارژدافیره وایی، دغې ټولنې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو ځانګړی کړی دی.

رفیلا اېودېس ویلی، افغانستان د اقلیم د بدلون پر وړاندې تر ټولو زیانمن هېواد دی.

مېرمن اېودېس نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی، د اروپایی ټولنې د آسیا د اړیکو د څانګې مشر پیټرز اوستوبز افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د اروپایی ټولنې له سیمه‌ ییزو همکارانو سره د مرستو تړون لاسلیک کړ.

د اروپایی ټولنې شارژدافیره وایی، افغانستان د اقلیم له بدلون سره تر ټولو زیات زیانمنوونکی هېواد دی او افغان مېرمنې له دې بدلونونو ډېرې اغېزمنې شوې دی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.