کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عـ.ـبدالسـ.ـلام حـ.ـنفي ویلي، افغان حکومت د کرنې سکټور د هرې برخې ملاتړی دی او په دې برخه کې یې د اوبو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه کړې، څو د هېواد اوبه په منظم ډول مدیریت شي.
نوموړي د کرنېزو محصولاتو د نندارتون په پرانیست غونډه کې ویلي، د هېواد ۸۰ سلنه وګړي د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل ژوند پر مخ بیایي، چې د کرنې سکټور پیاوړتیا به د بزګرانو د پیاوړتیا لامل شي.
د ده په خبره د زراعتي محصولاتو د پیاوړتیا لپاره هڅې دوام لري او د دې لپاره یې منظم پلان جوړ کړی دی.
افغان حکومت په داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې دې وروستیو کې د ولسي وګړو له لوري د هېواد د اوبو مدیریت کولو غوښتنې هم ډېرې شوي دي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/