هېواد کې د ۱۶.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې پیل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء اقتصادی معاونیت ویلی، د روان کال په وری میاشت کې په بېلابېلو برخو کې د شاوخوا ۱۶.۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۹ پروژو پرانیسته شوې او چارې یې پیل شوې دی.

په پرانیستل شویو پروژو کې د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دوهمه برخه، د اوسپنې ویلې کولو کارخونه، د نیله باغ هستوګنیزه پروژه، په کابل او هلمند کې د سوداګریزو مارکېټونو جوړول، د کابل په سروبی ولسوالۍ کې د ۲۳ مېګاواټه برېښنا تولید، هرات ولایت کې د دوو سب‌ سټېشنونو جوړول او د برېښنا د ۲۲۰ کیلو ولټ مزی غځول شامل دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.