کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان یوې مسوولې حنان حسن بلخی ویلی، چې د بل ګټس بنسټ د افغانستان د بنسټیزو روغتیایی چارو لپاره ۱۵ میلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلی چې د روغتیا د نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې د سیمې مشرې ډاکترې حنان حسن بلخی پرون د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه د دغو مرستو یادونه کړې ده.
ډاکترې حنان همداراز افغانستان او پاکستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره د هغو ۵۰۰ میلیونو ډالرو یادونه کړې، چې ګټس بنسټ او ځینې نور تمویلونکی یې د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو وجهی صندوق یا یونېسف ته ورکوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ