کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کابل کې د روسیې سفیر د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ته د تاتارستان په کازان ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دیتمري ژیرنوف د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، روسیه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو ده.
د خبرپاڼې له مخې نوموړي ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا غوښتونکې ده.
د خبرپاڼې له قوله د روسیې د سفیر په وینا د سرپرست حکومت او روسیې د دوه اړخیزو همکاریو او تعامل پراختیا کولای شي، د سیمې ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/