لوګر کې سېلابونو ۱۳ سوه جریبه کرنیز فصلونه له منځه وړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۷مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلی، چې د تېرې اونۍ راهیسې په مرکز پل‌علم او یو شمېر لرې پرتو ولسوالیو کې د پرلپسې اورښتونو او سېلابونو له امله شاوخوا ۱۳ سوه جریبه کرنیز فصلونه له‌منځه تللی دی.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتی مسوول ویلی، وروستیو اورښتونو په مرکز پل‌علم، خروار، بره‌کی برک، محمداغې او ازرې ولسوالیو کې بزګرانو ته درانه زیانونه اړولی دی.

د مسوولینو په وینا د اورښتونو له امله شاوخوا ۱۳‌سوه جریبه کرنیز فصلونه چې په ډېری ځمکه یې غنم، پیاز، کچالو او هوږه کرل شوې وه، له‌منځه تللی دی.

د دوی په خبره د اورښتونو له امله شاوخوا سل لوی او واړه څاروی هم تلف شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.