افغان حکومت وایی، د ټاپی پروژې تطبیق پر وړاندې هېڅ خنډ نشته

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۰مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپی پروژې له اجرایوی رییس سره په کتنه کې ویلی، ټاپی پروژه د ټولو ګډونوالو هېوادونو په ګټه ده.

په دې کتنه کې د ټاپی پروژې د وروستیو پرمختګونو او په ځانګړې توګه د عملی او تخنیکی اړخونو او راتلونکو ګامونو په اړه خبرې شوی.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلی، سرپرست وزیر د دې پروژې په ژر تر ژره پلی کېدو ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی، چې په افغانستان کې د ټاپی پر وړاندې هېڅ ډول خنډ وجود نه لری.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د کارونو د لا چټکتیا په موخه هوکړه کړې، چې د یادې پروژې د ټولو اړخونو د ښې همغږۍ په موخه به کاری ډلې جوړوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.