کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان ولایتی چارواکی وایی، چې په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲ سوه تنه مړه شوی او د دې احتمال شته چې دغه شمېر زیات شی.
د خبر پر بنسټ، د مرکزی بغلان ولسوالۍ د دره صوفیانو سیمې اوسېدونکی چې د سېلابونو له وېرې یوې غونډۍ ته ختلی وایی، د سیمې لسګونه وګړی لا هم ورک دی.
په ورته مهال بدخشان کې د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت په ۸ ولسوالیو کې هم سېلابونو خلکو ته د مالی زیانونو ترڅنګ مرګ – ژوبله اړولې ده.
د دوی په وینا دغه سیمه کې تر دا مهاله د پنځو مړو جسدونه وېستل شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ