کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې ادارې سبا د یکشنبې په ورځ د هېواد په ۸ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، لغمان، کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې به د باران کچه د ۱۵تر ۵۰ ملي مترو پورې وي.
هېره دې نه وي چې تېره ورځ هم د هېواد شمالي ولایتونو کې خلکو ته د تېز باران او سېلابونو له امله ځاني او مالي زیانونه واوښتل.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/