ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومی ۲مه) د اوبو او انرژۍ وزارت وایی د را روان ۱۴۰۱ کال د جوړ شوی پلان له مخې د کمال خان او شاه او عروس بندونو پاتې کارونه به بشپړ شی.
وزارت ویلی چې د ځمکې لاندې اوبو د تقویې لپاره په ځانګړی ډول په کابل کې د پنجشیر له سینده د کانال جوړولو په لټه کې دی.
دغه وزارت پر ټویټ پیغامونو کې همدا شان څرګنده کړې چې، دا مهال د هېواد ۷۰ سلنه اوبه ضایع کېږی او د دغه وزارت مشرتابه هڅه کوی چې د هېواد اوبه کنټرول او مدیریت کړی.
د یاد وزارت په وینا، که اوبه کنټرول شی، افغانستان به د صنعت، کرنې او برېښنا په تولید کې پر ځان بسیا شی.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې د اوبو د چارو د ښه مدیریت په موخه د هیواد د اوبو حوزې په پنځو لویو سیندونو ویشل شوی دی.
گهیځ