کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې هر کال په افغانستان کې د شري نارغۍ د پېښو راپورونه ورکول کیږي، خو روان کال په هرات، بلخ او هلمند ولایتونو کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.
د بې پولې ډاکترانو ټولنې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغانستان د درېیو ولایتونو روغتیايي مرکزونه چې دوی یې اداره یا ملاتړ کوي، د شري ناروغۍ زیاتې پېښې یې ثبتې کړې دي.
دغې ټولنې زیاته کړې چې شري ناروغۍ تر ډېره کوچني او نوي زېږدلي ماشومان اغېزمن کړي دي.
په راپور کې دغه راز راغلي چې بې پولې ډاکترانو د روان کال د جنورۍ او اپریل ترمنځ پر شري اخته د نږدې ۵ زرو ماشومانو درملنه کړې ده.
تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و، چې په افغانستان کې پر ساري ناروغيو د اخته کسانو شمېر پام وړ زيات شوى دى.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/