کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان سېلاب ځپلو لپاره د ترکيې هېواد د بشري مرستو لومړۍ جوپه د مزارشريف هوايي ډګر ته رسېدلې ده.
دغه ولایت کې د درملو او خوراکي توکو د ملي ادارې رییس وايي، په دغو مرستو کې ۷ ټنه درمل، ۱۵ ټنه خوراکي توکي او ۲ زره کمپلې شاملې دي، چې د بلخ ولایت سیمه ییزو چارواکو ته سپارل شوي.
ترکیه په داسې مهال دغه مرستې رالیږي، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوي کسان ډېرو نورو مرستو ته اړتیا لري.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/