معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جوزجان کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت روغتون جوړ شو

جوزجان کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت روغتون جوړ شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو خبر ورکړی، چې د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالۍ کې د یوه معیاري روغتون د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

یاد وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد روغتیايي مرکز د افغانستان د سرپرست حکومت له داخلي بودیجې څخه د عامې روغتیا وزرات له لوري د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې د دغه روغتیايي مرکز په مرسته به د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې تر ډېره بریده حل شي.

 تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت چارواکو د هېواد ټولو سیمو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو د رسولو ډاډ ورکړی و.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس