معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکیې له نړیوالو غوښتي، چې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي

ترکیې له نړیوالو غوښتي، چې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان له نړیوالو غوښتي، چې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

اردوغان د افغانستان په ځينو ولایاتو کې وروستي سېلابونه بوګنوونکي بللي او د سېلاب ځپلو په لاسنیوي یې ټینګار کړی دی.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د بشري مرستو پر دوام، د معیشتي او کرنیزو مرستو په ګډون د دوامداره حللارو پر موندلو او بالآخره د افغانانو د غږ پر اورېدو ټینګار کړی.

یو شمېر کورنیو خېریه بنسټونو، د سرپرست حکومت بېلابېلو ادارو، د ترکیې مدني بنسټونو او په هېواد کې دننه او بهر یو شمېر سوداګرو هم له سېلاب ځپلو سره بشري مرستې کړې دي.

تر اوسه د ترکیې، ایران، قطر، روسیې، جاپان او ازبکستان هېوادونو او یو شمېر مرستندویه بنسټونو له افغان سېلاب ځپلو سره مرسته کړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس