کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار ولایت ځایی مسوولینو ویلی، چې دغلته د نساجی نخی په نوم د ټوکر جوړونې کارخونې له اوږده ځنډ وروسته په ازمایښتی ډول خپل فعالیت پیل کړ.
د کندهار د نساجۍ نخی کارخونه چې د سردار محمد داوود خان له واکمنۍ راهیسې یې ماشینونه له فعالیت لوېدلی وو، خو اوس یې تازه بېرته فعالیت پیل کړی دی.
مسوولین وایی، د تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې د ترمیم چارې پیل کړې وې، چې تازه یې په ازمایښتی ډول د ټوکر تولید پیل کړ.
د دغه کارخونې رییس وایی، د یادې کارخونې له ۳۲۰۰ ماشینونو له جملې ۶۰۰ ماشینونه رغول شوی او په فعالیت یې پیل کړی دی.
نوموړی وایی، د ټوکر د تولید یادې کارخونې مخکې د پخوانی عصر ټوکر تولیدول، چې اوس به د دوی په هڅو د نویو ټیکنالوژی پر مټ د اوسنی عصر مروج ټوکر تولید کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ