د هرات – تورغونډۍ ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۴مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د ټولګتو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال ویلی، چې د هرات – تورغونډۍ ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د سروې او ډېزاین عملی کارونه پیل شول.

نوموړی دغه پروژه د افغانستان د سیمه ییز اتصال په لوری یو بل ګام بللی، چې په خبره یې د سروې او ډیزاین چارې یې د یوې جرمنۍ کمپنۍ له لورې پر مخ وړل کیږی.

اقتصادی شنونکی وایی، افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په اقتصادی او ټولنیزو حوزو مثبت تأثیر لری، چې له یوې خوا به خلکو ته کاری فرصتونه برابر او له بلې خوا به د هېواد د اقتصاد د ثبات او پیاوړتیا لامل شی.

د هرات – تورغونډۍ رېل لاره د هېواد له مهمو لارو شمېرل کیږی، چې افغانستان له منځنۍ اسیا، روسیې او چین سره نښلوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.