کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هند د اوسنی لومړی وزیر نرېندرا مودی په مشرۍ د بهاراتیا جنتا ټلواله د پارلمان له ټولو ۵۴۳ څوکیو څخه چې تر اوسه یې د ۱۵۵ څوکیو لپاره رایې شمېرل شوی، د پارلمان ډېرې څوکۍ یې ګټلې دی.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې د ۶۲ څوکیو لپاره په رایې شمېرنه کې د هند د کانګرس ملی ګوند مخکښ دی.
د ټاکنو کمېسیون د ګجرات ایالت د رایو پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې د بهارتیا جاناتا ټلواله یو ځلې بیا په خپل پخوانی دریځ ولاړه او بریالۍ ده.
تمه کیږی چې تر نن ماښامه د هند د ټاکنو وروستۍ پایلې په ډاګه شی.
د رایې شمېرنې له پیل سره هم مهاله، د هند د سهامو ارزښت په بازارونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ